کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
په قندهار ولايت کې په سلګونو سيلاو ځپلو کورنيو بشري مرستې ترلاسه کړې.
دغو کورنيو د قندهار ولايت په ځينو سيموکې د وروستيو سيلاوونو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
د قندهار ولايت يو سيمه ييز خبريال باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې له ۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو او د کور د وسايلو مرسته وشوه .
دغه مرستې د مرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې .
په قندهار ولايت کې د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله ۱۵ تنه وژل شوي او يو زرو ۵۰۰ کورنۍ بې کوره شوې دي.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ