روغتیا

په بغلان ولايت کې د يوه روغتيايي کميسيون دجوړولو تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز دبغلان ولايت په مرکز کې ديوه روغتيايي مرکز دجوړولو تفاهم ليک په افغانستان کې داغا خان دفتر دانکشافي  شبکې له سياسي استازې ميرمن نور جهان مواني سره لاسليک کړ .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، دغه مرکز دشلو بسترو په ظرفيت داغاخان  دانکشافي  شبکې په واسطه جوړيږي او دپښو په سر ، غاښونو ، تشخصيه   ( لابراتوار راډيو لوژي  او دزړه دګراف )  په برخو کې  روغتيايي خدمتونه په غير انتفاعي ډول وړاندې کوي .
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين  فيروز دتفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې په بغلان ولايت کې ددغه روغتيايي  مرکز دجوړولو په لاره کې داغاخان له انکشافي  شبکې څخه قدرداني وکړه اوڅرګنده يې کړه چې داغا خان  انکشافي شبکه دروغتيا دبرخې يوه  فعاله همکاره ده چې تل يې په مهمو او حياتي برخو کې دروغتيا له برخې سره همکاري کړې ده .
دهېواد دعامې روغتيا وزير زياته کړه چې دغه مرکز دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو تر څنګ روغتيايي  کارکوونکو ته دتخصص روزنيز خدمتونه هم وړاندې کوي .
دغه راز ميرمن نور جهان مواني ددغه مرکز دجوړولو په اړوند وويل دغه مرکز به دعامې روغتيا له وزارت سره په نږدې  همغږۍ کې دبغلان اړو خلکو ته په ښه کيفيت او په ځواب  ورکوونکي ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي او داغاخان انکشافي شبکه ددايمي روغتيايي خدمتونود وړاندې کولو او ددغه هېواد دروغتيايي کارکوونکو دظرفيت  دلوړولو په برخه کې دپانګونې په دوام ژمنه ده .
دغه مرکز به دتکنالوژى  په واسطه له لرې واټن  څخه ددرملنې  دخدمتونو له لارې دماشومانو او ميندو لپاره دفرانسې له انستيتوت  سره  په اړيکه کې وي چې ددغه ولايت له نورو متخصصينو سره دمستقيمې  سلامشورې خدمتونه برابر کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته