
کابل، د وږي ۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال قاري محمد یونس راشد پکتیا ته د سفر پرمهال د دې ولایت ولایتي چارواکو سربېره ګڼ شمېر ځوانانو سره د هغوی روښانه راتلوونکي او ستونزو حل په موخه د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې لیدنه او آزاد بحث وکړ.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار ځوانانو مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې د ځوانانو مرستیال د پکتیا له ځوانانو سره د هغوی ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په اړه مخامخ لیدنه ترسره کوي.
اسلامیار زیاته کړه، د هېواد اکثره ادارې د ځوانانو څخه تشکيل شوې دي.
د ځوانانو مرستیال قاري محمد یونس راشد ځوانانو سره د لیدنې پرمهال وویل، چې په اسلامي نظام کې هر څوک د بیان آزادۍ حق لري چې خپلو مسوولینو سره مخامخ خبرې وکړي او خپلې ستونزې، نیوکې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي.
راشد زیاته کړه، په همدې موخه يې دغه ولایت ته سفر کړی تر څو د ځوانانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واوري.
نوموړي ځوانانو ته په وینا کې وویل: ( د یو هېواد د پرمختګ لپاره څلور اساسي نقطې دي چې ډېرې مهمې دي، لومړی د یو هېواد لپاره تر ټولو مهمه خپلواکي ده، اسلامي نظام چې د عدالت په اساساتو ولاړ وي، دریم امنیت او څلورم اقتصاد دی، چې اسلامي امارت په واکمنېدو سره افغانستان د امنیت او اقتصاد په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.)
ورپسې ځوانانو له مرستیال څخه مخامخ پوښتنې او غوښتنې وکړې، دوی زیاته کړه، چې پکتیا د زون حثیت لري خو د زون په کچه امکانات نه دي ورکړل شوي او غوښتنه يې وکړه چې په دې ولایت کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره او بېلابېل ښوونیز پروګرامونه په لاره واچول شي.
د ځوانانو مرستیال په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ او ويې ویل چې اسلامي امارت مسلکي او په کارپوه ځوانانو ته د کار زمینه برابروي او هڅه يې دا ده، چې د آزادو سیالیو له لارې وړ کسان پر دندو وګوماري.
نوموړي ژمنه وکړه، چې پکتیا کې به د ځوانانو لپاره بېلابېلو برخو کې ښوونیز پروګرامونه، کمپیوټر لب، ښوونیز مرکز جوړ کړي تر څو ځوانان په وړیا ډول زده کړې په کې ترسره کړي.