(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)(PS)ټولنه

د ځوانانو چارو مرستیال: د ځوانانو د ظرفیت لوړلو په برخه کې د ځوانو متخصصینو ملاتړ کوو

کابل، د زمري ۱۰ مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد پرون غور ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ځوانانو، سپین ږیرو او قومي مخورو سره وکتل.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د جوړولو په موخه د سیمه ییزو مسوولینو، دیني عالمانو، ځوانانو، محصلینو، زده کوونکو او خبریالانو سره غونډه وکړه او په بېلا بېلو برخو کې یې د ځوانانو پر ستونزو هم خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د ځوانانو چارو مرستیال د ځوانانو په هلکه وویل چې دوی زموږ د راتلونکي جوړونکی او یو متحرک ځواک دی، چې د اسلامي امارت د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ځوانو متخصیصینو ملاتړ کوي.

نوموړي همدارنګه د ځوانانو رول په هېواد کې د خپلواکۍ، عدالت، امنیت، اقتصاد او  پرمختګ کې مهم وباله.

ورته مهال په دې غونډه کې د غور ولایت یوشمېر فعالو ځوانانو خپلې پوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې قاري راشد د ځوانانو پوښتنو ته د ځواب د ورکولو ترڅنګ د دوی ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا