اقتصاد

دکرنې دپرمختيا نړيوال صندوق له افغانستان سره د ٤٨ مليونو ډالرو مرسته کوي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دکرنې دپرمختيا نړيوال صندوق د بيوزلو کليوالى کورنيو داقتصادي حالت دښه والى اودخوراکي خونډيتوب په خاطر دکرنې او اوبو لګولو له وزارت سره د ٤٨ مليونو ډالرو مرسته کوي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دکرنې او اوبو لګولو وزير اسد الله ضمير دکرنې دپراختيا دنړيوال صندوق د ادارې په رسمي بلنه تيره اوونۍ اتيا لياته تللى و .
ددغه سفر په بهير کې د ٤٨ مليونو ډالرو په ارزښت دبيوزلو کليوالي کورنيو داقتصادي حالت دښه والي او د خوراکي خونديتوب دپروژې تفاهم ليک بشپړ شو.
ټاکل شوې ده ددغې پروژې کار تر راتلوونکې يوې مياشتې پورې پيل شي.
دغه پروژه د دريو ولايتونو هرات ،ننګرهار او بلخ دبيوزلو کليوالي کورنيو داقتصادي حالت دښه والي او دخوراکى خونديتوب په خاطر تطبيق شي او اووه پنځوس زره بيوزلى کليوالي کورنۍ چې څلور سوه اووه ويشت زره پنځه سوه تنه کيږي تر پوښښ لاندې ونيول شي.
ددغه سفر په بهير کې دکرنې وزير دکرنې دپرمختيا دنړيوالې ادارې له مرستيال سره وکتل او ددغې ادارې مرستيال په دغه وزارت کې دخپلو پروژو د تطبيق له امله خوښي څرګنده کړه .
دکرنې او اوبو لګولو وزير داي- اف- اى- ډي دمرستو له امله قدر دانى وکړه او دهيواد دکرنې له برخې سره يې د کرنې دپرمختيا دنړيوالې ادارې د دوامدارو مرستو غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته