خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د چنګاښ٣٠ مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال  د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز ورځپاڼې” په غور کې پر څه د پاسه ١٦٠٠ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

په  غور کې د اسلامي امارت سيمه ييز مسوولين وايي چې پر ١٦٠٩ اړمنو او د طبيعي پېښو له مصيبت ځپلو او د شهيدانو پر کورنيو خوراکي توکي ووېشل.

د ٨ صبح ورځپاڼې ” يونيسف په زابل کې ١٣ زره ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابروي  “ترعنوان لاندې لیکلي دي.

يونيسف د وږې په ٢٩ مه په یو رپوټ کې ويلي چې دغه پروګرام د زابل پر مرکز سربېره په ټولو ولايتونو کې دوام لري.

همدا راز زیاتوي چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې ماشومانو ته نوي ټولګي جوړ شوي او هغوى ته د زده کړې زمينه برابرېږي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا