خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د تلې٣ مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز ورځپاڼې” حقاني: د بې سرپوښه څاه ګانو خاوندان تر قضايي تعقيب لاندې نيول کېږي ” ترعنوان لاندی لیکلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين  حقاني يو ځل بيا د بې سرپوښه څاه ګانو د پټولو غوښتنه کړې او ويلې يې دي، چې د بې سرپوښه څاه ګانو خاوندان تر قضايي تعقيب لاندي نيول کېږي.

حقاني د اسلامي امارت واليانو او ولسوالانو ته لارښوونه کړې، چې د څاه ګانو خاوندانو ته لارښونه وکړي چې د خپلو څاه ګانو سرونه پټ کړي.

د کورنيو چارو زارت وياند عبدالنافع ټکور وايي  چې د دغه وزارت سرپرست ويلي هغه کسان چې د خپلو څاه ګانو د سرونو پټولو وړتيا نه لري د کورنيو چارو له وزارت سره دې اړيکه ونيسي چې هغوى ورسره مرسته وګړي.

د ٨ صبح ورځپاڼې “روسي قانون جوړونکي: ډېر ژر به  نوې سيمې له روسيې سره يوځاى شي  ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.

يوه روسي قانون جوړونکي ويلي چې دونسک او لوګانسک د خلق جمهوريتونه او خرسون او زاپوريژيا به له روسيې سره د سپتمبر مياشتې په ٣٠مه يوځاى شي.

دغه قانون جوړونکي زياته کړې، چې د روسيې جمهور رييس ولاديميرپوتين کولاى شي  د سپتمبر په ٣٠مه  د رايې اخيستنې په بهيرکې په مجلس کې ګډون وکړي.

\  ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا