خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د تلې ۷ مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د ۸ صبح ورځپاڼې ( یونیسف په هرات کې د اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړولو چارې پیل کړې) ترعنوان لاندې لیکلي دي

په هرات کې څه د پاسه ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۳ شبکو د جوړولو کار پیل شو.

د دغې موسسې مسوولینو د تلې په ۶ مه نېټه ویلي چې دغه پروژې د انجیل ولسوالۍ په تو بریان او نو بادام په کلیو او د ګذرې ولسوالۍ د برغنک په کلي کې پلې کېږي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به ۲۱۰۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسری پيدا کړي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې ( نا پېژاندو کسانو د کابل په لوېدیځ کې د یو خصوصي ښوونځي اداري برخه وسوځوله) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د کابل په لوېدیځ کې خبرځایونه وايي، چې ناپېژاندو کسانو د ۱۳ مې تعلیمي حوزې په مربوطاتوکې د یو خصوصي ښوونځي اداري برخه سوځولې چې زیات مالي زیانونه یې ورته اړولي دي.

ج

‏1:31:13

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا