امنیت

شپږ طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې په هوایي برید کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ووژل شول.
دغه برید په جوزجان کې د دفاعي او امنیتي منسوبينو د عملیاتو په دوام ترسره شو. یوه ورځ مخکې هم دوه نور هوايي بریدونه د دغه ولایت په منګجیک او مردیانو ولسوالۍ کې ترسره شول چې په پایله کې يې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته