خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د تلې٩ مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال  د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز ورځپاڼې” اسلامي امارت د کاج  پر روزنيز مرکز د بريد تلفات ١٩ تنه او د ټپيانو شمېر ٢٧ تنه اعلام کړل ” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د ابتدايي شمېرنو له مخې د ١٣مې امنيتي حوزې د دشت برچي په ساحه کې د کاج پر روزنيز مرکز په بريد کې ١٩ تنه وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

عيني شاهدان وايي پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې په دغه روزنيز مرکز کې د کانکور آزمايشي آزموينې دوام درلود.

د ٨ صبح ورځپاڼې  ”  د کاج په روزنيز مرکز د چاودنې په غبرګون کې اسلامي امارت، يوناما او امريکا دغه بريد وغانده ” تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه بريد ستر وحشت، يوناما بې رحمانه او په کابل کې د امريکا سفارت کاردار هغه  شرمونکي بللی دی.

| ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا