کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دميدان وردګو په ولايت کې د تګ راتګ ټولې لارې دواورې دسختو اورښتونوله امله دترافيکو پرمخ تړل شوي دي .
ددغه ولايت زياتره سيمې په وروستيو دوو ورځو کې دواورې دسخت اورښت شاهد دى .
دميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دواورې داورښتونوله امله دوه تنه وژل شوي او داستوګنې څو کورونه ويجاړ شوي دي .
له ميدان وردګو ولايت څخه د باختراژانس خبريال شکر الله دانش وايي چې دواټونو پرمخ دپرتو واورو له امله ددغه ولايت ټولې لويې لارې دترافيکو پرمخ تړل شوي دي .
دواورې داورښت له امله بازارونه تړل شوي او خلک دتګ راتګ له ستونزو سره مخامخ دي .
په همدې حال کې دميدان وردګو ولايت دفوايد عامې او دبيړنيو حالاتو دادارو مسوولين وايي چې دترافيکو پرمخ ددغه ولايت دلويو لارو دپرانستلو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
دميدان وردګو ولايت د بيړنيو حالاتو رييس نجيب الله اکبري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دلويو لارو دپرانستلو او له مصيبت ځپلو سره دمرستې لپاره هلې ځلې دوام لري .
ده ومنله چې په نرخ ولسوالۍ کې دواورې داورښت له امله دوه تنه وژل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل