خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د وږي٢٣مه، باختر

یو شمېر غير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي، پوځي او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يو لړ مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د ٨ صبح ورځپاڼې”  د شانګهاى غونډه د افغانستان او اوکراين پر حالت د تمرکز لپاره جوړېږي  “تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د را رسېدلو خبرونو له مخې د روسيې له يرغل وروسته د اوکراين حالت او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانستان حالت به د شانګهاى د همکاريو سازمان د غونډې دوه اصلي موضوعګانې وي.

هندي رسنۍ ټايمز نيوز د سپټبمر په ١٤مه خبر ورکړی، چې  ټاکل شوې ده  د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو غونډه  په ١٥ او ١٦ مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې” په کابل کې د روسيې سفارت: قونسلي خدمتونه بند دي”  تر عنوان لاندې لیکلي دي.

په کابل کې د روسيې سفارت وايي چې د دغه سفارت قونسلي خدمتونه بند دي او د ويزې متقاضيان دې مراجعه ونه کړي.

دغه سفارت په يوې خبرتيا کې ويلي چې اوس د ويزې د صادرولو او د نورو سندونو د څېړني لپاره چې پخوا منل شوي دي کار دوام لري.

د  روسيې سفارت ويلي چې په موقت ډول هېڅ غوښتنه نه منل کېږي قونسلي خدمتونه او د ويزې صادرول بند دي.

دغه سفارت د روسيې له اتباعو غوښتي چې د اړتيا په صورت کې د ضروري اړيکو له شمېرو سره په اړيکې شي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا