امنیت

په کونړکې ۴۵ تنو وسله والو مخالفینو د سولې له بهیر سره یوځاي شول

 کونړ باخترلړم د مياشتې ١٠  نيټه  :
د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې ۴۵ تنو وسله والو مخالفینو وسلې په ځمکه کیښودي او دسولې بهیر سره یوځاي شول
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي باختر اژانس ته وویل قومندان سمیع الله ملنګ یار دخپلو ۴۵ وسله والو ملګرو یوځاي  له وسله وال مخالفت لاس واخست او دسولې له بهیر سره یوځاى شو.
هغه وویل که  د دولت هر وسله وال مخالف له ځان سره فکر وکړي او حقایق درکړي نو د جنګ په ځاى به سوله غوره کړي او جنګ ته به دپاى ټکی کیږدي او په هیواد کې به ډير ژر امنیت تامین شي.
د یادې ډلې مشر سمیع الله ملنګ یار وویل: موږ غولیدلي و، پوره ۱۵ کاله بې فایدي جنګ مو وکړ، خو ګټه مو ترې وانخست او س پوه شو چې موږ دخپلو ورونو په خلاف جنګ کوو نو ځکه مو جنګ بند کړ.
ملنګیار له ټولو وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او نور دې دپردیو په اشارو خپل ورونه نه وژنې او وطن دې نه ورانوي.
په کونړ کې تر اوسه نزدي ۷۰۰ وسله وال مخالفین سولې پروسې سره یوځاى شوي چې ورسره امنیت ښه شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته