امنیت

د پروان ولايت په سياه ګرد کې د ځانمرګي بريد له امله ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٣  :
په  پروان ولايت کې د ځانمرګي  بريد له  امله  دنهو تنو ملکي وګړو په ګډون ديارلس تنه شهيدان او اوولس تنه نور ټپيان شول.
يوه ځانمرګي يرغلګر نن مازيګر دڅلورو بجو په شاوخوا کې  ځان   د پروان ولايت  دسياه ګردولسوالۍ په بازار کې  دسيمه ييزو پوليسو دسرتيرو دسپرلۍ دکاروان په وړاندې و چاوه.
دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛  چې  په دې   ځانمرګي بريد کې ١٣ تنه شهيدان او څه ناڅه ١٧ تنه نور ټپيان شول.
ده تائيد کړه چې  ځانمرګي يرغلګر دګڼ شمير ملکي وګړو ترڅنګ دسيمه ييزو پوليسو دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
عيني شاهدان وايي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې دسيمه ييزو پوليسو دوه  تنه قوماندانان  هم شامل دي.
ددوى دڅرګندونوله مخې :  ددغه ځانمرګي بريد زياتره قربانيان او ټپيان  دماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.
په پروان ولايت کې   ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې  پيښې دڅه ناڅه شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت چې ملکي وګړي دي خراب وباله.
تراوسه پورې  ددغه ځانمرګي بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى خو دپروان  ولايت پوځي مقامات طالبان  د دغې پيښې عامل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته