ټولنه

له بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
په لوګر ولايت کې دڅه ناڅه يو زرو دوه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
دلوګر والي محمد حليم فدايي دباختر آژانس خبريال ته وويل: له هغو کورنيو سره چې له نا امنو سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته بې ځايه شوي دي نن نغدي مرسته وشوه.
ويل کيږي ددغو کورنيو شمير يو زرو دوه سوه يو څلويښتو ته رسيږي چې دمهاجرينو دراستنولو چارو دامريت له خوا له سروې وروسته له هرې کورنۍ سره ديو ان اچ سى ار د موسسې له خوا دوه سوه ډالره مرسته وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته