سیاست

د مارشال محمدقسيم فهيم حقوق او امتيازات منظور شول

کابل باختر دکب  دولسمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست مقام د ١٣٩٢ کال دکب د مياشتې د اتمې نيټې د ٧٨٥٨ګڼه حکم په صادرولو سره د مارشال حقوق او امتيازات منظور کړي دي.
په  حکم کې دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت په دوروکې دمحمد قسيم فهيم د فوق العاده نظامي خدمتونو په درناوي چې د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا په دفاع کې ده ته د مارشال رتبه ورکړې شوې ده؛ د ژوندانه تر پاى پورې د مارشال د حقوقو او امتيازونو او په رسمي=دولتي غونډو او مراسموکې د ده دريځ  د ټاکنې په ترڅ کې څرګنده شوې ده چې د جهاد او مقاومت په دروان کې د مارشال کارنامې،  يادګارونه او نوښتونه اوهغه څه چې په دې اړوند د اشخاصو اومراجعو له خوا ليکل شوي وي؛ په اړونده آرشيف يا موزيم کې ساتل کيږي او دغه راز اړونده وزارتونه او دولتي ادارې په اړونده ساحه کې د صادر شوي حکم په تطبيقولو مکلف کړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته