خبرونهټولنهروغتیا

په کونړ کې د څه باندې ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل, د مرغومې ۲۱ مه, باختر
د کونړ روغتیایي مسوولینو د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د یو روغتون د بنسټ ډبرې د ایښودلو خبر ورکړی دی.
د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفرمخلص د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام په رودو کې د یونسیار په مالي ملاتړ د ۱۸.۲ میلیونو افغانیو په لګښت د لس بستریز روغتون د بنسټ ډبره ایښودل شوې ده.
مخلص زیاته کړه چې دغه روغتیایي مرکز ۲۰ خونې مجهز لابراتوار شنه ساحه د اوبو او نورې ټولې اسانتیاوې به ولري چې په ۹ میاشتوکې به یې چاري بشپړې شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد روغتون د چارو په پیل خوښي څرګندوي او له مسوولینو د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ماڼوګي ولسوالۍ کې هم د ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتیایي مرکز د ودانۍ چاري پیل شوي چې زرګونه وګړي به ترې د روغتیا په برخه کې ګټه پورته کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته