-کابل باختر د لړم اوومه :
دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ دروغتيايي کلينيک دبيا جوړلو کار پاى ته ورسيد .
دبدخشان دوالي وياند نيک محمد نظري دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کلينيک ته تيرکال دطالبانو له خوا اور اچول شوي و . چې دبيا رغاونې دبرخې دجي اي زيت له بودجې څخه دنهه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت بيا جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
ده وويل ددغه کلينيک په بيا جوړيدو سره دتګاب ولسوالۍ اووه ويشتو زرو تنو اوسيدونکو په وړيا ډول په روغتيايي خدمتونو برلاسى پيداکړ .
دتګاب ولسوال مير احمد شاه ضيغم وايي چې دوسله والو طالبانو له خوا دغه روغتيايي کلينيک ته په اور اچولو سره خلک له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان و ، او خپل ناروغان يې دعلاج او درملنې لپاره ګاوڼديو ولسواليو او يا نورو ولايتونو ته ليږدول او زياتره اميد وارې ميرمنې له ستونزو سره مخامخې وې .
په دې کلنييک کې نهه تنه ډاکتران او نور روغتيايي کارکوونکي فعاليت کوي .
0 1 دقیقه لوستل