کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه :
يوتن پرون د يوه موټر د غلا په تور د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا ونيول شو.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل: يو کرولا موټر چې غلا شوى و او له کابل څخه د هېواد د شمال په لور روان و، د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو په ساحه کې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا ودرول شو او موټر چلوونکى يې د دغه موټر د غلا په تور ونيوه.
ده وويل: موټر اصلي خاوندته يې سپارل شوى اوپه دې باب دپوليسوڅيړنې دوام لري.
پاىذکرالله