ټولنه

د هرات د ګروندګرو له ټولنيزو کارونو څخه ستايل

کابل باختر د کب څوارلسمه :
د نوې ويالې د پاکولو په  خاطر د بزګرانو ټوليزه کارونه د هرات والي عبدالقيوم رحيمي له خوا وستايل شول.
له کلونو را په دې خوا داسې رواج دى چې د پسرلي په درشل کې د نوې ويالې په زرګونو تنه بزګران او اوسيدونکي هره ورځ  په عمومي اشر کې د دغه کانال په پاکولو کې اقدام کوي.
له څو ورځو را په دې خوا چې دغه عمومي اشر پيل شوى دى بزګران په ډيره مينه او شوق سره په ساعتونو دد غه کانال د پا کولو په فعاليت بوخت دي چې د دوي د ګروندونو د اوبو د بهيدو لاره پاکه کړي.
د نوې ويالې وکيل او د ولايتي شورا غړي غلام حبيب هاشمي د هرات د والي له ستايلو قدر داني وکړه او ويې ويل: په ځو راتلوونکو ورځو کې د نوې ويالې پاکارى دوا طلبانه کار بشپړيېږي.
ده دغه راز د پاک کارۍ د پړاو د ګړندي کولو په مقصد د ماشينرۍ د ترلاسه کولو غوښتوونکى شو.
د هاشمي د څرګندونو له مخې : نوې وياله د زرګونو زراعتي ځمکو او شنه کمربند د اوبو لګولو اساسي او اصلي سرچينه ده.
له بلې خوا د هرات والي د کارګرانو هڅې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې د زياتو همکاريو د جلبولو په خاطر د کرنې وزارت او نړيوالو موسسو له لارې د کروندګرو د اقتصاد د غـښتلتيا په مقصد هڅې وکړي.
پاى – شکريه _ مينه سعادت

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته