سیاست

جمهوررئیس غني او مایک پنس ټلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس مرستیال مایک پنس تېر ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه، د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ د پلې کېدو او د سیمې په عمومي وضعیت باندې د هغې پر اغېز، د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو د پیاوړتیا، له تروریزم سره پر مبارزې، اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې، سولې پروسې او د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوررئیس مرستیال جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ چې دولت او خلک به یې همدغسې د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالاتو د دولت او خلکو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د  دوه اړخیزو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوررئیس مرستیال له بین المللي تروریزم سره د مبارزی په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او قربانیو ستاینه وکړه.
جمهوررئیس غني او مایک پنس، د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا بحث وکړ او دغه همکارۍ یې د ثبات د ټينګښت او د افغانستان او سیمې د پراختیا او پرمختګ په لار کې اغيزمنې وبللې.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته