سیاست

دمبارکۍ پيغامونه .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس  حامدکرزي ، دجمهوري رياست دمرستيالانو ، دملي شورا د دواړو مجلسونو درييسانو ، دسترې محکمې دسرپرست ، لوى څارنوال ، دکابينې دغړو او دافغانستان دټولو خلکو په نامه نن هم  دنيکمرغه کوچنې اخترله امله باخترآژانس ته  دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي  .
  په دغو پيغامونوکې دمبارکيو د ډيرو ښو مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې  هيله شوې ده  چې په هيوادکې  جګړه اوتاوتريخوالې پاى ته ورسيږي . چې نور هيڅ ماشوم ، ښځه ، نارينه او په کلي توګه د دې هيواد هيڅ يو وګړى دځانمرګي بريد ، چاودنې اوجګړې  له امله  ونه وژل شي  اويا ټپي  نه شي .
په دغو پيغامونوکې څرګنده  شوې ده  چې دجګړې په دوام کې دافغانانو له مرګ ژوبلې او دهيواد له زياتې ويجاړتيا پرته  بله ګټه نشته . او بايدد دولت وسله وال مخالفين د پرديو په ناوړو نيتونو په پوهيدو سره  زموږ خلکواو هيواد په وړاندې له جګړې  څخه  لاس واخلي او دخپلو خلکو ترڅنګ  دې دافغانستان دترقۍ او پرمختګ په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
په دغو پيغامونوکې يوځل بيا له  اداري فساد ، د نشه يي توکو د قاچاقو او په ټولنه کې د نورو ناخوالواوتعصب پرخلاف مبارزه کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دنظام دبرياليتوبونو دله منځه تللو سبب کيږي او هم دمناسبو شرايطو دبرابرولوپه خاطر  دخپل پور په اداکولو اودراتلونکي کال په انتخاباتو کې  دګډون لپاره دخلکوپه يو موټې کولو کې دمبارزې په کار کې ژمنه شوې ده .
دغه پيغامونه دځينو وزارتونو دمشرتابه هئيتونو واليانو او دمرکز او ولايتونو ددولتي ادارو دمسوولينو، دتحصيلي ، تعليمي اوفرهنګي مرکزونو ، سياسي ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونو ، قومي شوراګانو او دروغتيايي مرکزونو له خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته