(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو نوي رئيس دنده پیل کړه

 کابل، د وري ۲۶مه، باختر

مولوي محمد اسحق اخندزاده  نن رسما د چارو ادراې د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رئيس په توګه معرفي شو.

نوموړی د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لورې د دغه ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د چارو ادارې رئيس په دغو مراسمو کې وویل، هرڅوک چې په بستونو کې ګومارل کېږي، جهادي او علمي ځلانده مخینې ته يي کتل کېږي، ځکه هر امارتي مسؤل دنده د خدمت او عبادت په نیت ترسره کوي.

نوموړي د جهادي دورې او د غزني د والي په حیث د مولوي محمد اسحق اخندزاده فعالیتونه وستایل او د لا بریا دعا يې ورته وکړه.

په ورته وخت کې مولوي محمد اسحق اخندزاده، چې تازه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د رئیس په حیث ګمارل شوی دی، پخپلو خبرو کې د مشرتابه له نېک باور څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې پخپله دنده کې به بشپړه هڅه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د چارو ادارې پخواني مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني هم د دې ادارې له کارکوونکو سره د خدای پامانۍ مراسم ترسره کړل.

نوموړی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د معین په حیث ګمارل شوی دی.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا