امنیت

دحقاني دشبکې ديو جګپوړى قوماندان په لوګر کې ونيول شو

کابل – باختر دلړم ديرشمه
دحقاني دشبکې يو جګپوړى قوماندان په لوګرکې ونيول شو.
دغه قوماندان چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى، نن سهار دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوى دى.
ناټو  وايي چې دحقاني دشبکې دغه قوماندان په لوګر ولايت او د هغه په ګاونډيو سيمو کې په دغې ترورستي شبکې پورې د اړوندو ډلو د رهبري مسووليت په غاړه درلود.
په هغې خبرپاڼه کې چې ناټو باختر آژانس ته ليږلې ده، دغه سړى دحقاني دشبکې جګپوړى قوماندان بلل شوى دى او ويل شوې دي چې ده په لوګر او نورو ګاونډيو ولايتونوکې ددغې شبکې زياتره ترورستي بريدونه رهبري کړې دي.خبرپاڼه زياتوي چې دغه قوماندان دحقاني دشبکې او په پاکستان کې دنورو کړيو له مشرانو سره نږدې اړيکې يې لرلې.
په همدې حال کې دلوګر سيمه ييز مقامات هم دحقاني دشبکې ددغه قوماندان نيول کېدل تاييدوي او وايي چې ده په دغه ولايت کې په وروستيو نا آراميو کې رول درلود.
ويل کيږي چې په دغه قوماندان پورې اړوند يو بل سړى هم ددغو پوځي عملياتو په بهير کې نيول شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته