خبرونهاقتصاد

د چارو ادارې عمومي رئیس: د نفتي توکو او اوبلن ګازو د سوداګرو ستونزو ته رسیدګي کېږي

کابل، د زمري ۷ مه، باختر

د چارو ادارې رئیس  د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د نفتو او اوبلن  ګازو د سوداګرو ستونزو ته رسيدګي وشي.

د اسلامي امارت د چارو ادارې د لوی ریاست  مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په لوېدیځ زون کې د نفتو او اوبلن ګازو واردونکو اتحادیې د ستونزو د حل په موخه د چارو ادارې د عمومي ریاست له خوا غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د چارو عمومي رئیس شیخ نورالحق انور وویل: د لویدیځ زون د نفتو او ګازو اتحادیې ستونزې مو د اقتصادي کمیسیون له مشر تابه سره شریکې کړې او د دې اتحادیې د ستونزو د حل لپاره به له هیڅ راز همکارۍ څخه ډډه  ونه کړو.

له بلې خوا د غونډې ګډونوالو د باکیفیته توکو د واردولو د ډاډ تر څنګ د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه د دوی د مهربانۍ له امله مننه وکړه.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا