امنیت

دخان آباد په ولسوالۍ دوسله والو طالبانو يرغل.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
وسله وال طالبان دخان آباد ښارته ننوتل.
وسله والو طالبانو نن سهار دکندز ولايت په خان آباد ولسوالۍ ډله ييز بريد ترسره کړ چې زياتره افراد يې دخان آباد ښار ته ننوتي دي .
دخان آباد ولسوالۍ اجراييه آمر قدرت الله صافي د باختر آژانس خبريال ته وويل : وسله وال طالبان د ډله ييز بريد په بهير کې دغه ښارته ننوتي دي خو امنيتي ځواکونه د دغه ښار دفاع کوي او اوس د دواړو لورو ترمنځ جګړه دوام لري.
صافي زياته کړه :کومکي ځواکونه دکندز ولايت له مرکز څخه ددغې ولسوالۍ په لور روان دي او په دغې ولسوالۍکې ميشتو ګډو ځواکونو په جګړې لاس پورې کړى دى
نور جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته