سیاستخبرونهTOP

د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت له کوم توپیر پرته ټولو هېوادوالو ته د یو شان چوپړتیاوو وړاندې کولو ته ژمن دی

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

له ازبکستان هېواد څخه ۱۲۵ عرادې اخیستل شوي امبولانسونه نن په رسمي ډول د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور له همدې کبله جوړه شوې غونډه کې وویل، چې اسلامي امارت د خپل ولس د ستونزو د حل په اړه عملي ګامونه پورته کوي او ټولو هېوادوالو ته له کوم توپیر پرته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

نوموړي همدارنګه وویل، چې ښايي دا د نړۍ په نورو هېوادونو کې کومه لاسته راوړنه نه وي، مګر د افغانستان په څېر هېواد لپاره، چې تر دې وړاندې پرې پردي نظامونه تپل شوي وو؛ دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.

نوموړي وويل چې له يرغلونو وړاندې افغانستان د سيمې له هېوادونو سره په ډېرو برخو کې سيال و خو بهرنيو يرغلونو او جګړو د افغانستان بنسټونه له منځه يووړل.

غونډې ته د چارو ادارې لوی رياست، د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالرحيم رحيمي او د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين مولوي محمد اسحاق عاصم صاحبزاده هم خبرې وکړې او د امبولانسونو د اخيستلو پروسې په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د دې ادارې، ماليې او روغتيا وزارتونو هغو مسؤلينو او کارمندانو ته ستاينليکونه ورکړل شول، چې د دې پروسې په سرته رسولو کې يې برخه اخيستې وه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا