خبرونهاقتصاد

د چارو ادارې لوی رئیس د قوش تېپې کانال د جوړېدو د چارو ارزونه وکړه

کابل، د لړم ۲۵مه باختر
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور د قوش تېپي د ستر ملي کانال د جوړېدو چارې له نږدې څخه وکتلې.
نوموړي په همدې موخه د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل او تخنیکي ټیمونو سره یو ځای د هېواد شمال ته سفر وکړ.
د چارو ادارې لوی رئیس د دغه سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د هېواد ودانولو او ځان بسیاینې په برخه کې یې د ملي پراختیا شرکت هڅې وستایلې.
هېره دې نه وي، چې د قوش تیپې ملي کانال د هېواد له سترو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي او اوسمهال يې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا