امنیت

په پنجشير ولايت کې دکور د خاوند له خوا د يوه غله وژل کيدل

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
يو تن د غلا په تور تېره شپه په پنجشير ولايت کې دکور د خاوند له خوا ووژل شو .
دغه سړى چې غوښتل په خينج ولسوالۍ کې د استوګنې يوه کورته ننوځي؛ دکور دخاوندله خوا ونيول شو او ووژل شو .
دپنجشير ولايت د خينج ولسوال طارق باخترآژانس ته وويل چې پوليسو ددغې وژنې په تور درې تنه نيولي دي. 
ده زياته کړه چې پيښه تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته