
کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د چارو د ادارې لوی رییس د شیعه ګانو د ستونزو د حل کمیسیون له غړو سره په کتنه کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد ټولو اتباعو د حقوقو تامینولو ته ژمن دی او د خلکو د حقوقو دفاع خپل مسوولیت بولي.
د اسلامي امارت د چارو د ادارې لوی ریاست مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د چارو د ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د شیعه ګانو د ستونزو د حل کمیسیون له غړو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل کولو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د شیعه ګانو د ستونزو د حل کمیسیون استازو د افغانستان له اسلامي امارت سره خپل ملاتړ اعلام کړاو د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره یې له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دغه کمیسیون غړو له حکومت څخه وغوښتل چې شیعه ګانو ته په دولتي بنسټونو کې ونډه ورکړي او دغه کمیسیون چې له ۷ ګوندونو څخه جوړشوی ملاتړ یې وکړي.
د چارو ادارې لوی رییس د افغانستان له اسلامي امارت څخه د دغه کمیسیون د غړو د ملاتړ قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو تامینولو ته ژمن دی او د خلکو د حقوقو دفاع خپل مسوولیت بولي.
هغه زیاته کړه ، په اسلامي امارت کې د افرادو انتخاب د قوم ، ژبې او سمت پربنسټ نه دی بلکې د اهلیت پربنسټ او د امیرالمومنین د لزوم دید له مخې ترسره کېږي.
د چارو ادارې لوی رییس دغه راز له یاد کیمسیون سره د ملاتړ ډاډ ورکړ.
ج