خبرونهټولنه

الخدمت خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره مرسته وکړه

کابل / د سلواغې ۲۷مه / باختر

د الخدمت خیریه بنسټ، د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي دي چې د پاکستان د الخدمت خیریه بنسټ په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار ۸ لارۍ مرسته د سلواغې په ۲۶مه په تورخم بندر کې د ختیځ سیمه ییز زون رییس مولوي میا حفیظ الدین قمري ته وسپارل شوه.

دغه مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د سفر په پایله کې چې د مرستو د جلبولو په موخه پاکستان ته تللی، شوې ده.

ټاکل شوې ده یاده مرسته ډېر ژر د افغاني سرې میاشتې تولنې له لوري په هېواد کې پر اړو او بېوزلو کورنیو ووېشل شي.

وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته