امنیت

دطالبانو يو جګپوړى قوماندان په هرات کې و وژ ل شو

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١٥ :
دطالبانو يو جګپوړى قوماندان له خپلو دووملګروسره د هرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې له پوليسوسره په نښته کې ووژل شو.
دهرات دپوليسو مسوولين وايي چې په ملا عبدالرحيم  او ملګري يې پرون په زينل سيمه کې بريد وشو او ووژل شول.
ويل کيږي چې په دې نښته کې دوه تنه نور ياغيان ونيول شول او دوه ميله وسلې هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .
دهرات ولايت يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې ملا عبدالرحيم دهرات ولايت  دکشک کهنه ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دتروريستي بريدونو مسووليت په  غاړه درلود.
ددغه امنيتي مقام دڅرگندونوله مخې: په دې پيښه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته