(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: نړیواله ټولنه باید چاپېریالي مسایل سیاسي نه کړي

کابل، د وږي ۲۳مه، باختر
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن باختر آژانس ته د يوې اعلاميې په استولو سره، پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې چاپېریالي مسایل دې سیاسي نه کوي.
په اعلامیه کې ويل شوي: د ویانا کنوانسیون او د مونټریال پروتوکول د ۱۹۸ هېوادونو غړیتوب لري او غړي هېوادونه مکلف دي چې تر ۲۰۴۰م کال پورې د هایدروکلورو فلورو کاربن (HCFCs) ګازونو کارول چې د اوزون طبقې د تخریب سبب کېږي؛ په تدریجي ډول له منځه یوسي او د هایدروکلورو کاربن (HFCs) ګازونه هم د کیګالي تعدیلاتو پر اساس په تدریجي ډول تر ۲۰۵۰م کال پورې له منځه یوسي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دې برخه کې د یو لړ تدابیرو د نیولو خبر ورکړی چې يادو اهدافو ته ځان ورسوي او د هغو موادو اکمال او مصرف تنظیم کړي چې د اوزون طبقې د خرابېدو سبب کېږي.
د دې ادارې په اعلاميه کې راغلي دي: له نېکه‌مرغه د افغانستان اسلامي امارت کابینې، په دغو وروستیو کې د منتریال پروتوکول دکیګالي تعدیلاتو طرحه تايید کړه چې موخه یې د هایدروفلوروکاربنونو (HFC s) ګازونو په تدریجي ډول له‌ منځه وړل دي.
تر اوسه د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو د کیګالي تعدیلاتو هوکړه لیکونه تصویب کړي او خپله ژمنتيا ښودلې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ دا مهال نړۍ د اقلیمي بدلونونو له ناوړو پایلو سره مخ ده او د ځمکې د کرې ګرموالی هم د نړۍ او سیمې د چاپېریال له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.
د دې ادارې په باور؛ افغانستان لږ پرمختللی او غیر صنعتي هېواد دی چې د ګلخانه یي ګازونو د انتشار اندازه یې یوازې (۰٫۰۸)سلنه ده؛ خو د سیمې په کچه د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو زیات زیان ویني او په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې له اقلیمي بدلونونو څخه متاثر دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې چاپېریالي مسایل سیاسي نه کړي او په دې برخه کې خپلې ټولې تعلیق شوې پروژې ژر تر ژره بېرته پیل کړي.
همدا رنګه، د اوزون طبقې د ساتنې اهمیت ته په پام کې نيولو سره، له هېوادوالو او امارتي ادارو څخه غوښتنه کړې، هغه شرکتونه چې په قانوني ډول او د سهمیې مطابق نوموړي توکې وار وي ورسره مرسته وکړي او د یادو توکو د قاچاقو په مخنیوي کې دې لازم اقدامات ترسره کړي.
په ورته وخت کې، یادې ادارې د ټولو واردوونکو شرکتونو او هغو ورکشاپونو چې له دغو ګازونو او وسايلو سره سر او کار لري؛ غوښتي چې په ساتلو کې دې جدي پاملرنه وکړي، ترڅو له امله یې د رامنځته کېدونکو خطراتو مخه نیول شوې وي.
د يادونې وړ ده چې د وږي ۲۵مه (سپټمبر ۱۶مه) د اوزون نړیواله ورځ ده چې له دې ورځې په ټوله نړۍ کې نمانځل‌کېږي. افغانستان هم د ویانا کنوانسیون او مونتریال پروتوکول له غړیتوب وروسته، دا ورځ هر کال نمانځي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا