امنیت

په قندهارکې پر څو پوستو د طالبانو بريدونه ناکام شول

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
په قندهارکې پر څو پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونه طرحه ناکامه شوه.
پر شپږو يرغلګرو چې دغه بريد ته چمتو کېدل، د شاوه ولي کوټ ولسوالۍ بازار ته څېرمه بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
په خپرپاڼه کې ويل شوي دي چې وسله وال طالبان د پوځيانو پر پوستو د بريد لپاره چمتو کېدل چې پرې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته