سیاست

دسترې محکمې رييس ديوناما دقانون دواکمنۍ دڅانګې له رييسې سره وکتل .

کابل باختر دوري نولسمه :
قاضي القضات او دسترې محکمې رييس قانونپوه  سيد يوسف  حليم نن  له غرمې مخکې په افغانستان کې ديوناما دقانون دواکمنۍ  دڅانګې  رييسه ميرمن روماناشوايګر خپل حضور ته ومنله او له هغې  سره يې وکتل .
   دسترې محکمې   دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ.   په دې کتنه کې قاضي القضات  په عمل کې دجزا کود  دتطبيقي  جلنجونو اوستونزو دپيژندنې موضوع طرحه  کړه او زياته يې کړه چې دغه مسئله ديو کنفرانس  دجوړولو غوښتنه کوي چې په هغه کې  دسترې محکمې دلوى څارنوالي دادارې ، دعدلي اودکورنيو چارو دوزارتونو دملي امنيت دلوى رياست او دافغانستان دمدافعو وکيلانو دخپلواکى ټولنې په ګډون ټول  عدلي اوقضايي بنسټونه په عمل  کې د جزا دکود دتطبيق  له پلوه خپلې کاري ستونزې دولسواليو  تر  کچې پورې له اړوندو بنسټونو څخه راټولې کړي او ديوې  ګډې کميټې  دجوړولو له لارې وڅيړي او واحدې نظريې  برابرې  کړي چې دهغوله مخې کنفرانس جوړ او دموضوع په باب هراړخيزې خبرې اترې وشي چې ددغه شان کنفرانس  جوړول دنړيوالو بنسټونو مالي او تخنيکي ملاتړ ته اړتيا لري .
وروسته ميرمن شوايګر دجزا کود دکنفرانس جوړولو په باب تصميم موجه وباله او په دې برخه کې دمالي او تخنيکي  همکارى دژمنې په ترڅ کې زياته کړه چې دجزا کود ارزښت ته په پاملرنې او دهغه دتطبيقي  ستونزو دپيژندنې په مقصد له نړيوالو مرستندويانو سره خبرې  کوي او په دې برخه کې به مثبت  او داسانوونکي رول ولوبوي .
  ختم_ شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته