امنیت

د وسله والومخالفينو يو قوماندان ونيول شو

کابل باختر د زمري شپږ ويشتمه :
د ملي پوليسوځواکونو پرون په بادغيس ولايت کې د عملياتو په بهيرکې د وسله والو مخالفينو يو پوځي قوماندان ونيوه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پوليسوځواکونو دغه عمليات د بادغيس ولايت د قادس او آبکمري  د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې په بهيرکې يې د مولوي سلام په نامه د وسله والومخالفينويو قوماندان ونيول شو؛ شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو مخالفينو دوه موټرسايکلونه هم د ملي پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته