سیاستخبرونهنړۍ

د چین د بهرنیو چارو ویاند: د امریکا جګړې د افغانستان راتلونکی نسل زیانمن کړ

کابل، د زمري٢٩ مه، باختر

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند پر امريکا تور ولګاوه چې په افغانستان کې د يوې بې هدفي جګړې په ترسره کولو سره  په دغه هېواد کې د يو نسل راتلونکى  یې خراب کړى دى.

وانګ ونبين د جمعې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې په افغانستان کې د امريکا  ٢٠ کلنې جګړې په پايله کې دغه هېواد په کنډواله بدل شو دى، کولاى شو افغانستان  د امريکا د جګړې غوښتنې يوه ژوندۍ بېلګه وبولو.

امريکا په افغانستان کې د يوې بې هودې جګړې په  ترسره کولو سره دغه هېواد په  کنډواله بدل کړ او د يو نسل راتلونکي يې خراب کړ.

امريکا له ١٧٤٠٠٠ تنو له جملې څخه څه د پاسه ٣٠ زره ملکيان په افغانستان کې ووژل او په لسګونو ميليونه تنه نور يې مهاجراو بې ځايه کړل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند د څرګندونو له مخې؛ د دغې جګړې اغيزې د دې سبب شوي، چې  په ميليونونو افغانان له مړينې سره لاس او ګريوان شي، څه ناڅه ٣ ميليونه ماشومان له ښوونځي  څخه پاتې شول او ۱۸،۹ ميليونه تنه نور د خوراکي توکو  له سخت کمښت سره مخ شول.

هغه ټينګار کړى، چې امريکا بايد د دغو ټولو ناخوالو مسووليت ومني.

وانګ وينبين  دغه راز ويلي، چې افغانستان  د امريکا ( دموکراتيک بدلون) د پروګرام د ماتې ژوندى شاهد دى.

په افغانستان کې دوه ليسزو جګړو امريکا ته څه د پاسه ٢ تريليون ډالره  لګښت درلود،  څه د پاسه ٢٤٠٠ امريکايي سرتېري وژل شوي او څه د پاسه ٢٠ زره نور سرتېري  ټپيان شوي دي.

هغه خبردارى ورکړى، چې نړيواله ټولنه بايد  ډېره هوښياره وي چې په ګډه  د دموکراسۍ په نامه د امريکا د ناوړو پروګرامونو او ماجرا غوښتنې مخه ونيسي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا