اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د وزیرمحمداکبرخان سیمې شنه ساحه او ښاري پلان او د دوه میلیاردو افغانیو په ارزښت اته نور قراردادونه منظور کړل

کابل  باختر د زمري  نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون پرون ماسپښين په ارګ کې غونده وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډې کمېټې کمیشنرانو (MEC) ته د څارونکو په توګه بلنه ورکړ شوې وه، د شاوخوا دوه میلیاردو افغانیو په ارزښت اته نور قراردادونه منظور شول.
ـ د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ۵۰متره پله جوړول،
ـ د ملي پولیسو د اړتیا وړ ۵قلمه البسې تدارک،
ـ په ۱۴برخو او د دوو مالي کلونو لپاره د مرکزي جزوتامونو او قطعاتو او ساحوي قول اردوګانو د اړتیا وړ تحکمیاتي توکو تدارک،
ـ د پوهنې وزارت اړوند د ولایتونو او مرکزي لیلیو د اعاشوي توکو تدارک،
ـ د مالیې وزارت په ۱۷مستوفیتونو کې د نوري فایبر انټرنټ اسانتیاوو نصبول،
ـ د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت د مرکزي دفترونو لپاره د انټرنیټ خدمتونه،
ـ د قیمت په زیاتولو سره په ایران کې د میشت افغان کډوالو لپاره د پاسپورټونو د چاپ پرنټرونو د تدارک قرارداد تعدیل،
ـ د یو حقوقي بنسټ د ګومارنې قرارداد تعدیل چې په بین المللي محکمه کې د قیصارـ  لامان سړک د پخواني قرارداد معضلې ته رسیدګي وکړي.
سربېره پر دې دملي تدارکاتو کمېسیون د پلازمینې زون د پرمختیا ادارې وړاندیز شوی پلان چې د استوګنیزو سیمو جوړول، د۱۰کیلومتره سړک جوړول او د کابل په وزیرمحمداکبر خان سیمه کې د شنې ساحې جوړول په کې شامل دي، تصویب کړ او مالیې وزارت یې مکلف کړ چې په مالي برخه کې ورته زمینه مساعده او اجراات وکړي.
د پلازمینې د پرمختیا زون ادارې د دغه پلان د وړاندې کولو پر مهال دملي تدارکاتو کمېسیون ته څرګنده کړه چې یاده پروژه عایداتي ماهیت لري او کومه پانګونه چې کېږي په مقابل کې یې عاید هم ترلاسه کېږي.
له بلې خوا جمهوررئیس د دغې پروژې په اړه څرګنده کړه چې د وزیر محمداکبرخان ساحه د ډيپلوماتیکو ځایونو او بهرنيو سفارتونو د موجودیت له امله حساس موقعیت لري، نو طرحه شوې پروژه د خوندیتوب او هم دغه غیرپلاني ساحې په پلاني ساحو د بدلولو له مخې اهمیت لري. هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو سره د ساحې د ژر انکشاف په خاطر یو دوراني صندوق هم ایجاد شي.
همدارنګه د افغان حاجیانو د هوايي انتقالاتو د قرارداد تعدیل چې د اریانا افغان هوايي شرکت په وړاندیز درې سوه زره امریکايي ډالره ارزانه وړاندیز شوی و، هم تائید شو.
دملي تدارکاتو کمېسیون د قیصارـ لامان ۳۴کیلومتره حلقوي سړک د بیارغاونې بهیر د داوطلب شرکت د مالي سندونو او کریډټ لاین د نه تائیدۍ په خاطر د هند سفارت له خوا د تدارکاتو له قانون سره سم لغوه شو او پرېکړه وشوه چې بدیل انتخاب دې ولټول شي.
  په همدې توګه د پنجشیر ولایت د برېښنا بند پروژې د پاتې ډبرو قرارداد د مودې د تمدید وړاندیز چې څلور کاله مخکې پيل شوی و ناتمامه پاتې دی، تفتیش د پروژې په تطبیق کې ناغیړي او تخنیکي بدیل پيدا کولو په خاطر قرارداد د حقوقي ارزونې په منظور، بیرته ور وګرځاوه.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، سیستیکا، د افغانستان د روڼتیا د څار،له اداري فساد سره د مبارزې شبکې، له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډې کمېټې، د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون څارونکو هم ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته