کابل باختر د مرغومي يوولسمه
امريکا په متحده عربي اماراتو دبا لستيک تاد توغنديو ضد دپرمختللو سيستمونو د پلورلو جواز صادر کړي دى . متحده عربي اماراتو ديو ملياردو نهه سوه شپيته مليونو ډالرو په ارزښت په يو تړون کې دغه دفاعي سيستمونه دلاکهيد مارتين امريکايي شرکت څخه پيري .
له دې امله ټاکل شوې ده لاکهيد مارتين د تاد دوه دفاعي سيستمونه دمتحده اماراتو په واک کې ورکړي .
ددغه دفاعي سيستم پلورل دايران دتوغنديو دځواکمني له زياتوالي سره د مقابلې په مقصد دمنځني ختيځ دسيمې ديوه دفاعي نظام دجوړولو لپاره دبارک اوباما د طرحې يوه برخه ده .
متحده عربي امارات لومړي هيواد دى چې دتاد پرمختللي دفاعي سيستم له امريکا څخه پيري .
مخکې له دې هم اعلام وشو چې سعودي عربستان د ديرشو ملياردو ډالرو په ارزښت ديو ه تړون له مخې دامريکا څلور اتيا اف _ پنځلس ډوله الوتکي پيري .