
کابل، د مرغومي۱۱مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د چين هېواد د CRBC شرکت له رئیس او تخنیکي مسوولینو سره وکتل.
سرپرست وزیر په دغه کتنه کط په افغانستان کې د پانګونې په تړاوړ د یاد شرکت د مشر لېوالتیا وستایله او هغوی ته يې افغانستان ته د راتګ او له نږدې څخه د لېدنې بلنه ورکړه.
منصور د یاد شرکت مسوولنیو په افغانستان کې د مرستې په تړاو د هر ډول همکاریو او زمېنې د برابرولو ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د یاد شرکت مسوولینو هم ومنله، چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوبو بندونو د جوړولو او انرژۍ په برخه کې د پانګونې په موخه به د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې خبرې اترې وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت مشرتابه هڅه کوي، ترڅو د افغان او بهرنیو پانګوالو لپاره د اوبو بندونو د جوړولو او انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.
افغانمل