نړۍ

په غزې د اسراييلو د يو ټانک د بريد له امله اته تنه فلسطينيان ووژل شول

دغزې ښار جيونيوز – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د غزې په جنوب کې نن سهار د اسراييلو د يو ټانک په بريدکې د دوو ماشومانو په ګډون اته تنه فلسطينيان ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستان دجيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ:
دغه بريد د خان يونس په ښارګوتي کې وشو او يو ښځه هم په وژل شويوکسانو کې شامله ده.
ددغو اتو تنو په وژل کيدو سره د چنګاښ د مياشتې له اووه لسمې نيټې څخه د غزې په تړانګې د اسراييلو د يرغل له پيل څخه تراوسه پورې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر يو زرو څلورسوه پنځوسو تنو ته رسيدلى دى.
نننى بريد له هغه څخه لږ وروسته وشو چې اسراييلو او حماس په ٧٢ ساعته اوربند موافقه وکړه.
په غزې د اسراييلو د يرغل له امله په زرګونو تنه نورټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته