امنیت

په نورستان کې دناټو دالوتکو دبمباريو له امله پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختر د ليندي شپاړسمه
په نورستان ولايت کې دناټو دپوځيانو دبمباريو له امله پنځه تنه ملکي وګړي  ووژل شول .
دغه پيښه دسه شنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې دناټو جنګي الوتکو دوايګل ولسوالۍ په شيلام سيمه کې داستوګنې په څو کورونو بريدونه وکړل .
دنورستان ولايت امنيه قوماندان غلام الله نورستاني باختر اژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې درې تنه دوکانداران  او دوه تنه ښوونکي وژل شوي دي .
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکي وايي چې په شيلام سيمه کې وسله وال طالبان نشته .
دناټو پوځيانو تراوسه پورې ددغې پيښې په باب نظر نه دي څرګند کړي .
دناټو په هوايي بريدونوکې دملکي وګړو مرګ ژوبلې په وار وار دافغانستان دخلکو او دولت له خوا زيات غبرګونونه راپارولي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته