کونړ باختر دچنګاښ دمياشتې ٣ :
له سلګونو اړو او بېوزلو ښځو سره په کونړ ولايت کې مرسته وشوه.
دغه مرستې د نړيوال مرستندوى بنسټ له خوا د کونړ ولايت د سيمه ييزې ادارې له لارې په اووه سوه تنو اړو ښځو سره شوې دي .
د هېواد په ختيځ کې د افغاني سرې مياشتې د ادارې يو مسوول باختر آژانس ته وويل: له دغو ميرمنو سره د اوړو، غوړيو و او لسو زرو افغانيو نغدو پيسو مرسته شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ