کابل باختر دوري اوومه :
د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين د پکتيا او لوګر په ولايتونوکې د ائتلاف ځواکونو په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول فضل خدا ابراهيم خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ايتلاف هوايي ځواکونو د زرملې ولسوالۍ د ګلدادخيلو او د لوګر ولايت د ستي چک په سيمه کې د وسله والو مخالفينو په پوځي مرکزونه بريدونه وکړل چې له امله يې د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د دغه مطبوعاتي مسوول د څرګندونوله مخې په هوايي بريدونوکې د مخالفينو يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات له منځه تللي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ