ټولنه

په قندهار کې د اوو پروژو چارې پیل شوې

قندهار باختر د لړم ۲۷ مه د قندهار ولایت د اوومې ناحیې په مربوطاتوکې د ۴۴ مېلیونو افغانیو په لګښت د اوو رغینزو پروژو چارې پیل شوې. په دې پروژوکې د فرعي لارو پخول، د ویالو جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي. د قندهار د والي مرسیتال عبدالحنان منیب د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه پروژې د ولسي تړون پروګرام له خوا يلي کېږي چې ټولټال ۴۴ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. سرچینه زیاتوي چې له یاد لګښت څخه به ۱۱ مېلیونه افغانۍ د ولسي شوراګانو له خوا او پاتې ۳۳ مېلیونه به د ولسي تړون پروګرام له لوري ورکول کېږي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته