سیاست

جمهوررئیس غني د انګلستان د بین المللي انکشاف له وزیر سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي ۲۷ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د انګلستان شاهي هېواد ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ، نن سهار د دغه هېواد د بین المللي انکشاف له وزیر روري سټیوارټ سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د سیمه ییز اتصال، انکشاف او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره د انګلستان حکومت له دوامدره همکاریو څخه په مننې وویل، افغانستان د سیمه ییز اتصال د پراختیا لپاره د پرمختلليو هېوادونو په ځانګړي ډول د انګلستان د همکاریو او تجربو شریکولو ته اړتیا لري. جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست په راتلوونکو انتخاباتو کې د لازیات شفافیت د تامین په خاطر د انګلستان له حکومته وغوښتل چې د بین المللي څارونکي په توګه دا بهیر وڅاري.
روري سټیوارټ د افغانستان د سیمه ییز اتصال په برخه کې جمهوررئیس ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ او ويې ویل، د انګلستان حکومت به بروکسل کنفرانس کې د بشري مرستو پر تعهداتو سربېره، نور ۱۳۰ میلیونه پونډ له افغانستان سره مرسته وکړي.
پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته