امنیت

په روزګان ولايت کې دعملياتو له امله پنځه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : دهېواد دفاعي اوامنيتي ځواکونو دښه امنيت دتامينولو او دخلکو ددښمنانو دځپلو په موخه دهېواد دهوايي ځواکونو په ملاتړ پرون دروزګان ولايت په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دروزګان ولايت دچورې او خاص روزګان په ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز ترينکوت ښار په مربوطاتو کې پيل شوي او تراوسه پورې زياتې ساحې ددښمن له شتون څڅه پاکې شوې او دهېواد پنځه ويشت تنه دښمنان وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي او دتصفيې او پلټنې عمليات دوام لري . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته