امنیت

په نيمروز ولايت کې دلښکري کانال دپاکولو کار پيل شو .

کابل باختر د وږي  نهمه :
په نيمروز ولايت کې دلښکري کانال دپاکولو کار نن پيل شو .
دهلمند ولايت دفرعي حوزې داوبو لګولو رييس محمد نبي محبوب دباختراژانس خبريال ته وويل دلښکري کانال دپاکولو کار چې پنځه څلويښت کيلومتره اوږدوالى اواته متر سورلري دانرژۍ اواوبو رياست  له خوا ددولسو مليونو افغانيو په لګښت دځمکه والو او دخصوصي شکرتونو په همکارۍ او وندې اخستنې پيل شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه کانال لس زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبوي .
خبرځاى زياته کړه چې په راتلوونکو پنځه څلويښتو ورځو کې به ددغه کانال دپاکولو کار پاى ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته