نړۍ

جنرال جان آلن د داعش ضد ايتلاف لارښونه کوي

واشنګټن بى بى سي – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د امريکا د پوځي مامورينو د څرګندونو له مخې: د داعش ډلې پرخلاف د څو مليتي عملياتو د څارنې او همغږۍ مسووليت متقاعد جنرال جان آلن ته سپارل شوى دى .
د نړۍ نږدې څلويښت هيوادونه د نړيوال ايتلاف په چوکاټ کې ټاکل شوې ده په سوريه او عراق کې د داعش دلې په سنګرونو بريدونه وکړي.
د امريکايي مامورينو د څرګندونو له مخې: جنرال جان آلن دنده لري د ايتلاف د ځواکونو بېلا بېلې څانګې سازماندهي کړي . خو تراوسه پورې دغه شان انتصاب په رسمي ډول د سپينې ماڼۍ له خوا نه دى اعلام شوى .
دغه با تجربه امريکايي جنرال د جګرې په لومړۍ ليکه کې د نړيوالو ځواکونو په همغږۍ کې زياته سابقه لري او له ٢٠١١ څخه تر ٢٠١٣ کال پورې په افغانستان کې د امريکا له لوړ رتبه قوماندانانو څخه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته