امنیت

٢٠٦ تنو ساتنمنانو اوساتونکو دفراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل باختر دتلي دمياشتې ١٨ :
دوه سوه شپږ تنه ساتنمنان اوساتونکي دکابل دملي پوليسو له روزنيزمرکز څخه له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې :
په هغي غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د کابل د ملی پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مل پاسوال عبدالبصیرسید خیلی خبری وکړی وی ویل چی  د فراغت پدی غونډه کی 120 تنه ساتنمنانو چی په امنی برخه کی خپلی مسلکی زده کړی بشپړی کړي ، ۸۵ تنه ساتونکي د وسلی د انداخت په برخه کی او۲۸ تنه نورسرتيري د محافظت اوشخصی امنیت په برخه کی   زده کړې کړي دي .
وروسته د ښوونی اوروزنی د لوی قوماندانی مرستیال مل پاسوال سردارمحمد کوهستانی اوپه مشرانوجرګه کی د پروان ولایت سناتورمولوی میرحمداله په وارسره خبری وکړی اونوی فارغانوته یی مبارکی په ویلوسره وویل چی د راتلونکي ټولټاکنوامنیت خوندی کول د افغانستان د نوروامنیتی ځواکونوترڅنګ د ملی پولیسومنسوبانودنده ده باید دغه هیوادنی ملی دنده ترسره کړي
په پای کی د ښوونی اوروزنی د لوی قوماندانی مرستیال ، په مشرانوجرګه کی د پروان ولایت سناتوراود یاد روزنیزمرکزقوماندان له  خواپه فارغانو بري لیکونه وويشل شول.
د یوبل خبرله مخی : د میدان وردگو ولایت  د ملی پولیسود روزنیز مرکز څخه (160) تنو ساتنمنا نواو ۳۹ تنوافسرانوپه یوه غونډه کی د فرا غت اسنادونه تر لاسه کړل.
په جوره شوی غونده کی  د میدان وردگ ولایت د ملی پولیسود
روزنیزمرکز قوماندان سمونوال جلال الدین رگبار ټولوښوونکو اوفارغو محصلینو ته د مبارکی ویلو ترڅنگ وویل چی د 14 اونیومسلکی زدګړی وروسته ستاسی فراغت ددی مرکز لپاره یو ویا ړ دی . نوموړي زیاته کړه چی د کورنیو چارو وزارت لومړیتونوسره سم د راتلونکوټولټاکنولپاره د امنیت خوندی کول، د فساد په وړاندی مبارزه اوخلکوته امنیتی آسانتیاوی برابرول باید د تاسو د کارونوپه لومړیتوب کی وي .
په پای کی دیاد مرکز قوما ندان او مشرتابه له  خوا فارغ شويو ساتنمنانو ته د فراغت سندونه  ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته